په کندهار کي پر نننۍ ترهګریزه پېښه باندي دکندهار والي د خواشینۍ پیغام!ْ

زلمی-ویسا-1

وسله والو ترهګرو د افغانستان د خلګو په وړاندي د خپلو جنايتونو په لړ کي غوښتل،چي په دو کانتېنرونو کي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای او بيا د روژې په دې مبارکه مياشت کي زموږ بې ګناه افغانان پرې شهيدان او ټپيان کړي،چي زموږ د زړه ورو ملي امنیتي ځواکونو لخوا کشف سول.

 له بده مرغه،چي د شنډولو پر مهال په يوه کانتېنر کي چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه او له امله يې زموږ یو شمېر بې ګناه روژه په خوله افغانان شهيدان او ټپيان سول.

1

موږ د داسي بې رحمه او وحشي دښمن سره مخ یو،چي هيڅ ارزښتونو ته درناوی نه لري او تل يې هڅه کړې،چي د خپلو بهرنيو بادرانو په امر پر ښوونځيو،دیني مدرسو،عامه تاسيساتو،جوماتونو، د لوبو په ډګرونو ، بازارونو او ګڼ ميشتو سيمو کي بريدونه وکړي او د خپلو جنايتونو په لړ کي افغانان شهيدان او ټپيان کړي.

زه په کندهار کي د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو او قربانيو ستاينه کوم،چي د وسله والو هغه پلان، چي غوښتل يې د روژې په وروستیو شپو او ورځو کي،چي په ښار کي زياته ګڼه ګوڼه وي  خونړي بریدونه وکړي او زيات کسان شهيدان او ټپيان کړي مخنيوی وکړ.

وسله وال ترهګر دي په دې پوه سي،چي هيڅکله به د غير مشروع او انسان ضد کړونو د لاري خپلو شومو اهدافو ته ونه رسيږي،بلکي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوري به لمنځه يو وړل سي.

په نننۍ پېښه کي شهيدانو ته د جنت الفردوس ،ټپيانو ته د عاجي شفا او کورنيو ته صبر جميل غوښتنه کوم.

تورنجنرال زلمي ويسا

د کندهار والي

x

دا هم وګورئ

دشېخ زاید روزنتون له سلګونه زده کوونکو او استادانو سره دخوراکی توکو مرسته وسول

د پنج شنبې په ورځ د محمد بن راشد خیریه موسیسې له لوری د شېخ ...